سیمه

په پاکستان کې د ګازو کړکېچ؛ په ازاد بازار کې د LPG بیه له رسمي نرخ څخه دوه برابره لوړه شوې

په پاکستان کې په ازاد بازار کې د مایع ګاز (LPG) د کمښت له زیاتېدو او له ایران سره پر ګډو پولو د رامنځته شویو ستونزو له امله، د دغه ګاز بیه د رسمي نرخ په پرتله له دوه برابره لوړه شوې ده.

د پاکستان د نفتو او ګازو د تنظیم ادارې د هر کیلوګرام LPG رسمي بیه شاوخوا ۲۹۴ پاکستانۍ کلدارې او د ۱۱.۸ کیلوګرامه ګازو د یوې ډبې بیه ۳ زره او ۴۷۰ کلدارې اعلان کړې ده؛ خو په ازاد بازار کې د دغه ګاز یو کیلوګرام تر ۶۳۰ کلدارو پورې پلورل کېږي.

د پاکستان د ګازو د وېشونکو ټولنې رییس له ایران سره پر پوله د ستونزو له امله د جدي کړکېچ د رامنځته کېدو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د پاکستان د اړتیا وړ لږ تر لږه ۷۰ سلنه مایع ګاز له ایران څخه تأمینېده.

#پاکستان #ایران #د_ګازو_کړکېچ #مایع_ګاز #LPG #د_انرژۍ_بازار

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button