افغانستان

په کندهار کې ترافیکي پېښې پنځه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان کړي

د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ۸۰۵ ډوله مسافر وړونکي بس او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله پنځه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.

د کندهار د ترافیکو پولیسو د ترافیکي پېښو د څېړنې مسوول محمد طاهر ویلي، چې دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کابل–کندهار پر لویه لار د اعظم‌کلا په سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د ترافیکو پولیسو مسوولانو د دغې پېښې رامنځته کېدل تایید کړي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button