افغانستان
په کندهار کې ترافیکي پېښې پنځه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان کړي
د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د ۸۰۵ ډوله مسافر وړونکي بس او یوه باروړونکي موټر د ټکر له امله پنځه کسان مړه او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
د کندهار د ترافیکو پولیسو د ترافیکي پېښو د څېړنې مسوول محمد طاهر ویلي، چې دغه پېښه د پنجشنبې په ورځ سهار شاوخوا ۴:۳۰ بجې د کابل–کندهار پر لویه لار د اعظمکلا په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د کندهار د ترافیکو پولیسو مسوولانو د دغې پېښې رامنځته کېدل تایید کړي دي.







