نړۍ

روسیې جاپان ته خبرداری ورکړ: له دښمنانه اقداماتو لاس واخلئ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا، د سې‌شنبې په ماښام په روسیه کې د جاسوسۍ په تور د یوه جاپاني خبریال د نیول کېدو په غبرګون کې، له توکیو وغوښتل چې خپله تګلاره بدله کړي او له دښمنانه اقداماتو لاس واخلي.

زاخارووا په یوه اعلامیه کې ویلي چې د روسیې د امنیت د کمزوري کولو په موخه د جاسوسۍ او معلوماتو راټولولو لپاره د خبریالانو د کارولو په برخه کې د جاپان هڅې د خواشینۍ وړ دي.

د سپوتنیک خبري آژانس د راپور له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې خبرداری ورکړی چې دغه پېښه کولای شي د مسکو او توکیو د اړیکو د لا خرابېدو یو بل لامل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button