نړۍ

د امریکا د منځمهالو ټاکنو مخکې د ایلان ماسک له لوري له جمهوري‌پالو سره د ۲۷۶ میلیون ډالرو زیاته مرسته

فاکس نیوز راپور ورکړی چې امریکایي میلیاردر ایلان ماسک د امریکا د منځمهالو ټاکنو په درشل کې له جمهوري‌پالو څخه د ملاتړ لپاره څه باندې ۲۷۶ میلیون ډالر ځانګړي کړي دي.

د راپور له مخې، ۱۵۸ میلیون ډالر د جمهوري‌پالو د سنا مجلس د نوماندانو د ملاتړ کمېټې، ۷۶ میلیون ډالر د «امریکا پَک» کمېټې او ۱۰ میلیون ډالر د کن پاکسټن د ملاتړ ډلې ته ځانګړي شوي دي.

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې ماسک تر دې مخکې د خپلو سیاسي مرستو د کمولو اعلان کړی و.

#ایلان_ماسک #امریکا #جمهوري_پال #منځمهالې_ټاکنې #سیاسي_مرستې

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button