سیمه

د خیبر پښتونخوا ایالتي حکومت ځنډول؛ مخالفین د ډیموکراسۍ د ګواښ او پوځي واکمنۍ د پراختیا خبرداری ورکوي

د پاکستان ولسمشر، اصف علي زرداري، د یکشنبې په ورځ، د تلې په ۱۹مه، په خیبر پښتونخوا کې د بېړني حالت له اعلان وروسته، د تحریک انصاف ګوند په مشرۍ ایالتي حکومت وځنډاوه او د دغه ایالت اداره یې والي، فیصل کریم کنډي ته وسپارله؛ د پاکستان حکومت د دې پرېکړې لامل د ترهګریزو ګواښونو زیاتوالی بللی دی.

فیصل کریم کنډي د دې پرېکړې هرکلی کړی او خبرداری یې ورکړی چې له هر ډول ګډوډۍ او د قانون ماتولو سره به چلند وکړي؛ نوموړي همداراز د هغه څه پر وړاندې چې ده ترهګري بللې، د مبارزې لپاره له امنیتي ځواکونو سره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

په مقابل کې، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند دا اقدام د پاکستان د حکومت له لوري «پټه کودتا» بللې او غندلې یې ده.

د پاکستان پخواني ولسمشر، عارف علوي، هم ویلي چې دا پرېکړه «د ډیموکراسۍ پر تابوت وروستی مېخ» دی؛ نوموړي ټینګار کړی چې عمران خان او پلویان به یې خپلې سوله‌ییزې مبارزې ته دوام ورکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین، هم پر خیبر پښتونخوا د پوځي واکمنۍ د تپل کېدو هڅه غندلې ده؛ نوموړي د دغه ایالت د اعلی وزیر، سهیل اپرېدي، او د تحریک انصاف ګوند د یو شمېر مشرانو او غړو نیول غیرقانوني او غیردیموکراتیک بللي دي.

په همدې وخت کې، په اسلام‌اباد کې د افغانستان پخواني سفیر، عاطف مشعل، ویلي چې د بېړني حالت اعلان ښايي د تحریک انصاف ګوند د لاریونونو د مهارولو تر کچې ورهاخوا، د پاکستان د پوځي مشرتابه د سیمه‌ییزې اجنډا یوه برخه وي؛ د نوموړي په باور، د سیمې پوځي کول او ګاونډیو هېوادونو ته د نیابتي جګړو د غځېدو احتمال ښايي د افغانستان، چین، روسیې، منځنۍ اسیا او ایران پر امنیت اغېزې ولري.

دا بدلونونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د عمران خان د ازادۍ لپاره د هغه د پلویانو د لاریونونو پر سر کړکېچ زیات شوی دی؛ په داسې حال کې چې د پاکستان حکومت دا پرېکړه د امنیتي ګواښونو له امله توجیه کوي، مخالفین یې د ډیموکراسۍ او سیاسي حقونو پر وړاندې اقدام بولي.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/37047?single

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button