سیمه
پر ریاض هوايي ډګر د برید له امله د ۱۲ کسانو د وژل کېدو او ۳۰۹ نورو د ټپي کېدو راپورونه
العربیه فارسي راپور ورکړی چې د سعودي عربستان پر پلازمېنه ریاض د یمن د وسلهوالو ځواکونو له لوري د یوه بالستیک توغندي د مستقیم لګېدو له امله، د ملک خالد نړیوال هوايي ډګر د درېیم ټرمینل په نښه کېدو سره، ۱۲ کسان وژل شوي او ۳۰۹ نور ټپیان شوي دي.
د دغه رسنۍ د راپور له مخې، د سعودي عربستان د ملکي هوايي چلند ادارې دغه شمېرې تأیید کړې دي او د پېښې د جزییاتو د روښانولو لپاره څېړنې روانې دي.
د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.








