سیمه
د عمان ساحل ته نږدې پر یوه نفتکش نامعلومه مرمۍ لګېدلې
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ ادارې ویلي چې د عمان له ساحل څخه څلور سمندري میله لرې، یوه نفتکش له یوې امنیتي پېښې سره مخ شوی دی.
د کښتۍ د کپتان په وینا، دغه نفتکش چې خام نفت یې لېږدول، د بدنې له چپ اړخ څخه د یوې نامعلومې مرمۍ په وسیله لګېدلی دی.
تر اوسه د دې پېښې د عامل، د اوښتو زیانونو او احتمالي مرګژوبلې په اړه نور جزیات نه دي وړاندې شوي.








