افغانستاننړۍ

بریتانیا د پناه غوښتونکو د بیا مېشتولو نوې لاره د افغان ښځو او نجونو په لومړیتوب سره پرانیزي

«ګارډین» ورځپاڼې راپور ورکړی، چې د بریتانیا د کورنیو چارو وزارت په پام کې لري چې د پناه غوښتونکو د بیا مېشتولو لپاره یوه نوې قانوني لاره رامنځته کړي، چې له مخې به یې افغان ښځې او نجونې، فلسطیني پناه غوښتونکي او معلولیت لرونکي کسان لومړیتوب ولري.

د دې طرحې له مخې، د بریتانیا د پناه غوښتونکو د بیا مېشتولو پروګرام چې د ۲۰۲۴ کال له ډسمبر میاشتې راهیسې یې د نویو راجع شویو کسانو منل درولي وو، بېرته فعالېږي؛ ټاکل شوې په لومړي سر کې د منل کېدونکو کسانو شمېر محدود وي او که ناقانونه کډوالي کمه شي، دغه شمېر به زیات شي.

د راپور پر بنسټ، واجد شرایط پناه غوښتونکي به د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ او د کډوالو لپاره د نړیوالې مرستې پروژې له لوري وپېژندل شي او تر منلو مخکې به یې امنیتي او جرمي سابقه وڅېړل شي.

#بریتانیا #پناه_غوښتونکي #افغانستان #افغان_ښځې #فلسطین #کډوالي

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button