د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په کابل کې د هند له شارژدافیر یتین پاتل سره په لیدنه کې د روغتیايي خدمتونو د پیاوړتیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې وکړې.
جلالي د هند د دوامدارو همکاریو د مننې ترڅنګ، د اندراګاندي روغتون د ملاتړ، د ساري ناروغیو لپاره د واکسینونو د برابرولو، د سرطان روغتون د اړتیا وړ تجهیزاتو د تأمین، د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د تلسیمیا څانګې د فعالولو غوښتنه وکړه.
د هند شارژدافیر د روغتیا په برخه کې د خپل هېواد د همکاریو د دوام او پراختیا ډاډ ورکړی او ویلي یې دي چې هند به د اندراګاندي روغتون د دوامدار ملاتړ، د تلسیمیا څانګې د تجهیز، د کیموتراپي درملو او د سرطان د درملنې لپاره د رادیوتراپي ماشینونو د برابرولو او د روغتیايي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخو کې همکاري وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې هند به له افغان ولس سره خپلو روغتیايي همکاریو ته دوام ورکړي.







