افغانستاننړۍ

د کابل–ډهلي کارګو الوتنې په ورځ کې دوه پروازونو ته زیاتې شوې

آریانا افغان هوايي شرکت اعلان کړی چې د سوداګریزو توکو د لېږد د اسانتیا او د ملي سوداګرو د ملاتړ په موخه یې د کابل–ډهلي کارګو الوتنې زیاتې کړې دي او اوس په دې مسیر کې هره ورځ دوه منظمې الوتنې ترسره کېږي.

دغه شرکت په یوه اعلامیه کې ویلي چې تر دې وړاندې په دې مسیر کې هره ورځ یوازې یوه کارګو الوتنه ترسره کېده.

آریانا افغان وايي، د الوتنو له زیاتېدو سره افغان سوداګر او سوداګریز شرکتونه کولای شي خپل توکي په چټکه، خوندي او باوري توګه د افغانستان او هند ترمنځ ولېږدوي او له دې هوايي مسیر څخه د خپلو سوداګریزو فعالیتونو د پراختیا لپاره ګټه واخلي.

#افغانستان #هند #آریانا_افغان #کارګو_الوتنې #کابل #ډهلي #سوداګري

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button