نړۍ
د امریکا د استازو جرګې د ایران پر وړاندې د ټرمپ د جنګي واکونو د محدودولو لپاره لایحه تصویب کړه
د امریکا د استازو جرګې د لومړي ځل لپاره یوه لایحه تصویب کړه چې د ایران پر وړاندې د ډونالډ ټرمپ د جنګي واکونو محدودول به پکې شامل وي.
دا لایحه د جمهوري غوښتونکو په کنټرول کې د ۲۱۵ رایو په مقابل کې د ۲۰۸ رایو په ترلاسه کولو سره تصویب شوه.
د پریکړه لیک له مخې، د امریکا له ولسمشر څخه غوښتل شوي چې له ایران سره جګړه پای ته ورسوي او په دې برخه کې هر ډول پوځي اقدام د کانګرس د څارنې او قانوني واک تابع وي.
دا اقدام په داسې حال کې کیږي چې د تهران او واشنګټن ترمنځ تاوتریخوالی د سیاسي او نړیوالو حلقو د پام وړ دی.
#امریکا #ایران #ټرمپ #کانګرس #د_استازو_کور #بهرنی_پالیسۍ








