افغانستان

په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۹ کسان نیول شوي

د کورنیو چارو وزارت وایي، د پولیسو ځواکونو په فاریاب، کندز، غزني او هرات ولایتونو کې په جلا جلا عملیاتو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۲۹ کسان نیولي دي.

د دغه وزارت په وینا، په فاریاب کې د غلو یوه شپږ کسیزه ډله د دویمې حوزې له اړوندو سیمو او یو تکراري غل د لومړۍ حوزې له اړوندو سیمو څخه نیول شوي دي.

په کندز کې هم ۱۴ کسان د قماربازۍ په تړاو د دغه ولایت د دویمې او څلورمې حوزو له اړوندو سیمو څخه نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دوو نورو عملیاتو کې پنځه کسان، چې درې نارینه او دوه ښځې پکې شاملې دي، په غزني کې د یوه کس د وژنې په تړاو او درې نور کسان په هرات کې د کرخ ولسوالۍ په کچه د وسله‌والې غلا په تړاو نیول شوي دي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button