افغانستانسیمه

د اسلامي امارت ویاند: پاکستان په کونړ او پکتیکا کې ملکي سیمې بمبار کړې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د پاکستان پوځي ځواکونو تېره شپه یو ځل بیا د کونړ او پکتیکا په ځینو برخو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د مجاهد په وینا، په کونړ کې په ترسره شوي برید کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نارینه نور ټپیان شوي دي؛ نوموړي ټینګار کړی چې قربانیان د سیمې ملکي اوسېدونکي وو.

نوموړي زیاته کړې چې په پکتیکا کې هم یو کور او یوه سیمه‌ییزه هټۍ د برید هدف ګرځېدلي؛ خو په دې پېښه کې د مرګ‌ژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.

د اسلامي امارت ویاند دغه بریدونه «تېری او ظلم» بللي او ویلي یې دي چې د دا ډول پېښو تکرار غندي؛ نوموړي همداراز ټینګار کړی چې دغه اقدامات په پاکستان کې د کورنیو امنیتي ناکامیو څخه د خلکو د پام اړولو لپاره ترسره کېږي او زیاته کړې یې ده چې افغانستان به دغو بریدونو ته ځواب ورکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button