د افغانستان د سوکوهنې ملي لوبډله د شنبې ورځې سهار (د ۱۴۰۵ لمریز کال د وږي ۲۱مه) د سوکوهنې د څلورم نړیوال فستیوال په سیالیو کې د ګډون لپاره چین ته روانه شوه.
په دغو سیالیو کې به د افغانستان اووه سوکوهونکي، له دوو روزونکو او مل پلاوي سره یوځای، د هېواد په استازیتوب ګډون وکړي.
دغه فستیوال نړیوالې سیالۍ او تمریناتي کمپ په بر کې نیسي او د روان میلادي کال د سپټمبر له ۱۴مې تر ۳۰مې نېټې پورې به د چین په کوربهتوب ترسره شي.








