افغانستان

په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۱۲ کسان نیول شوي

د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څلورو ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو پر مهال ۱۲ کسان د غلا، ناقانونه وسلو د لېږد او وژنې په تړاو نیولي دي.

د خبرپاڼې له مخې، په غزني ښار کې څلور کسان د مجاهدینو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او له خلکو څخه د پیسو اخیستو په تور، او درې نور کسان په دغه ولایت کې د آب‌بند ولسوالۍ له سیمې څخه د یوې ناقانونه تومانچې د لېږد په تړاو نیول شوي دي.

همداراز په فراه ولایت کې د بکوا ولسوالۍ له یوه استوګنیز کور څخه د غلا په تړاو درې کسان، په کونړ کې د منوري ولسوالۍ څخه یو کس د خپل زوی د وژنې په تور او یو بل غل د فاریاب ولایت له مرکز میمنې ښار څخه نیول شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button