افغانستان
په جلالاباد کې د ۵۰ ورزشکارانو په ګډون د بایسکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې
د فریسټایل په برخه کې د بایسکل ځغلونې سیالۍ د بایسکل ځغلونې ملي فدراسیون لهخوا او د اتوما مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ، د ننګرهار ولایت په مرکز جلالاباد ښار کې د ۵۰ ورزشکارانو په ګډون ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پای کې، محمد ناصر میاخېل په فریسټایل، محمد باقر ابراهیمي په غرني سبک او نقیبالله په سړکیز سبک کې لومړي مقامونه ترلاسه کړل.
د دغو سیالیو د سړکیز او غرني سبک سیالۍ هم پرون له کابل څخه تر جلالاباد پورې په ۱۵۰ کیلومتره واټن کې ترسره شوې وې.








