په څلورو ولایتونو کې د بېلابېلو جنایي جرمونو په تړاو ۱۲ کسان نیول شوي
د افغانستان د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ځواکونو په څلورو ولایتونو کې د څو جلا عملیاتو پر مهال ۱۲ کسان د غلا، ناقانونه وسلو د لېږد او وژنې په تړاو نیولي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په غزني ښار کې څلور کسان د مجاهدینو له نوم څخه د ناوړه ګټې اخیستنې او له خلکو څخه د پیسو اخیستو په تور، او درې نور کسان په دغه ولایت کې د آببند ولسوالۍ له سیمې څخه د یوې ناقانونه تومانچې د لېږد په تړاو نیول شوي دي.
همداراز په فراه ولایت کې د بکوا ولسوالۍ له یوه استوګنیز کور څخه د غلا په تړاو درې کسان، په کونړ کې د منوري ولسوالۍ څخه یو کس د خپل زوی د وژنې په تور او یو بل غل د فاریاب ولایت له مرکز میمنې ښار څخه نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې نیول شوي کسان به له لومړنیو څېړنو وروسته عدلي او قضایي ادارو ته وسپارل شي.







