افغانستاننړۍ

امریکا لسګونه کډوال مرکزي افریقا جمهوریت ته شړلي دي؛ چې په دوی کې ۱۲ افغانان هم شامل دي

د اسوشیټیډ پریس په وینا، امریکا لسګونه کډوال مرکزي افریقا جمهوریت ته شړلي دي، چې په کې ۱۲ افغانان، اته ایرانیان او د نیپال او نیکاراګوا یو شمیر اتباع شامل دي.

د کډوالو لیږدونکې الوتکه د شنبې په ورځ د مرکزي افریقا جمهوریت په پلازمینه بنګوي کې راښکته شوه، چې د جون راهیسې له متحده ایالاتو څخه هیواد ته د دوهم ځل لپاره د شړلو الوتنه ده.

اسوشیټیډ پریس د مهاجرینو د حقونو د مدافعینو په حواله راپور ورکړ چې د ټرمپ ادارې زرګونه کډوال د خپلو هیوادونو پرته نورو هیوادونو ته د تړونونو له مخې شړلي دي، چې ځینې یې پټ وو.

#امریکا #افغانستان #مهاجرین #مهاجرین شړل #مرکزي افریقا جمهوریت #ډونالډ ټرمپ #سفیر تلویزیون

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button