افغانستان

د شرعې قانون د اسلامي امارت د مشر له لاسلیک وروسته په رسمي جریده کې خپور شو

د اسلامي امارت د عدلیې وزارت اعلان وکړ چې د شرعې قانون د اسلامي امارت د مشر له لاسلیک وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د وزارت د مطبوعاتي اعلامیې له مخې، دا قانون یوه مقدمه، دوه فصلونه، پنځه برخې او ۵۳ مادې لري، او د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت به د هغې د پلي کولو مسؤلیت ولري.

د شرعې قانون د امنیت، سرحدي امنیت، ترافیک، زندانونو، د مخدره توکو سره د مبارزې، او د تښتونې او انساني قاچاق مخنیوي په برخو کې د پولیسو دندې او واکونه مشخص کوي.

سربیره پردې، دا قانون د افرادو د هویت د تثبیت، د نیولو او احضارولو، د شکمنو کسانو د نیولو، د پلټنو ترسره کولو او د پولیسو لخوا د تجهیزاتو کارولو څرنګوالی تشریح کوي.

#افغانستان #د_عدالت_وزارت #شرعې_قانون #د_کورنیو_وزارت #امنیت #پولیس #سفیر_ټی وی

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button