د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت وايي چې په روانه اونۍ کې ۸۷۵ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو څخه خوشې کیدو وروسته هیواد ته راستانه شوي دي.
د وزارت په وینا، ۸۱۰ کسان د تورخم له لارې او ۶۵ نور د سپین بولدک له لارې افغانستان ته داخل شوي دي؛ چې په دوی کې کورنۍ، ماشومان او مجرد کسان شامل دي.
دا خلک د بشري مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو سیمو ته لیږدول شوي دي.
#افغانستان #کډوال #پاکستان #تورخم #سپین_بولدک #د_کډوالو_بیرته_راتلل #سفیر_ټی وی








