افغانستان
په پکتیکا کې له ۲۳۰۰۰ څخه زیاتو ناروغانو د افغاني سرې میاشتې ټولنې له روغتیايي خدماتو څخه ګټه پورته کړه
د افغاني سرې میاشتې ټولنې اعلان وکړ چې د دوی د ادارې روغتیايي کارکوونکو په تیرو ۳۰ ورځو کې د پکتیکا ولایت په مختلفو ولسوالیو او کلیو کې ۲۳۴۵۲ ناروغانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
په دې خدماتو کې معاینه، د درملو ویش، د ټپونو پوښل، واکسین، روغتیایی مشورې او د خوارځواکۍ څخه د رنځیدونکو ماشومانو درملنه شامله وه.
سربیره پردې، ۱۵۰۰ نورو خلکو ته د مور او ماشوم روغتیا پورې اړوند خدمات چمتو شوي دي.
#پکتیکا #افغان_سرې_سرې میاشتې #روغتیا #سفیر_ټی وی








