افغانستانسیمه

پاکستان: هغه افغان اتباع چې د اعتبار وړ ویزې پرته وي د جولای له ۱۰مې څخه به توقیف شي

د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال د جولای له ۱۰مې څخه به ټول هغه افغان اتباع چې په هیواد کې د اعتبار وړ ویزې پرته ژوند کوي، توقیف شي.

پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې د هیواد د کورنیو چارو وزارت سیمه ایزو چارواکو، پولیسو او نورو قانون پلي کونکو ادارو ته امر کړی چې دا پریکړه په ټول پاکستان کې په یو شان او قاطع ډول پلي کړي.

د دې راپورونو له مخې، د دې اقدام هدف د بهرنیو اتباعو د استوګنې او د کډوالۍ قوانینو د پلي کولو څارنه ګړندۍ کول دي.

دا پریکړه په داسې وخت کې وشوه چې په دې وروستیو میاشتو کې، له پاکستان څخه د افغان اتباعو د نیولو او شړلو پروسه د بشري حقونو او نړیوالو سازمانونو له پراخو نیوکو او اندیښنو سره مل وه.

#افغانستان #پاکستان #مهاجرین #ویزه

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button