د امریکا مرکزي قوماندې (سنټکام) په یوه بیان کې اعلان وکړ چې ځواکونو یې په ایران کې د خپلو بریدونو وروستۍ پړاو پای ته رسولی دی.
په بیان کې ویل شوي چې د جون په لسمه، د سنټکام ځواکونو، د امریکا د وسله والو ځواکونو د قوماندان په امر، په ایران کې د ګڼو هدفونو په وړاندې نور بریدونه ترسره کړل.
سنټکام ادعا وکړه چې دا عملیات د هغه څه په چوکاټ کې ترسره شوي چې دوی یې “دفاعي بریدونه” بولي او په مختلفو ځایونو کې یې د ایران د پوځي څارنې وړتیاوې، مخابراتي سیسټمونه او د هوايي دفاع پوستونه په نښه کړي دي.
د بیان له مخې، د امریکا سمندري قول اردو، هوايي ځواک او سمندري ځواکونو په عملیاتو کې برخه اخیستې وه او د دقیق مهماتو په کارولو سره یې په هدفونو برید کړی و.
ایراني چارواکو تر اوسه د سنټکام د دې ادعاوو په اړه رسمي ځواب نه دی خپور کړی.
#امریکا #ایران #مرکزي_قوماندان #سیمه ییز_پرمختګونه #پوځي_بریدونه
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32901








