سیمهنړۍ

بلومبرګ: د امریکا بریدونه ونه توانېدل چې د ایران توغندیز او بې‌پیلوټه الوتکو وړتیا له منځه یوسي

بلومبرګ د لوېدیځو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې ایران د امریکا او اسرائیلي رژیم له بریدونو سره سره، د توغندیو او بې‌پیلوټه الوتکو د تولید د زیربناوو مهمه برخه ساتلې ده او لا هم د بالستیک او د بېړیو ضد توغندیو د پام وړ زېرمې لري.

د دغه راپور پر بنسټ، ایران د خپل توغندیز زېرمتون د بېرته جوړولو او پراخولو وړتیا ساتلې ده؛ دا ارزونه د ډونالډ ټرمپ او د هغه د حکومت د چارواکو له هغو ادعاوو سره په ټکر کې ده چې وایي، د ایران پوځي وړتیا په بشپړه توګه له منځه وړل شوې ده.

په مقابل کې، سپینې ماڼۍ دغه ارزونې رد کړې او ادعا یې کړې چې د امریکا بریدونو د ایران اټومي تأسیسات، د بالستیک توغندیو د تولید وړتیا او د دغه هېواد د سمندري ځواک یوه برخه په نښه کړې او له منځه یې وړې ده.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button