په روسیه کې د افغانستان سفیر مولوي ګل حسن حسن د سینټ پیټرزبورګ نړیوال اقتصادي فورم په څنډه کې د الکسي اوچوک، سرګي کاترین او یو شمیر نورو روسي چارواکو سره ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.
په روسیه کې د افغانستان سفارت اعلان وکړ چې په دې غونډو کې د دوه اړخیزو اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پراخولو، د افغان سوداګرو لپاره د همکارۍ فرصتونو زیاتولو او د دواړو هیوادونو ترمنځ د اقتصادي تعاملاتو پراختیا په اړه بحث وشو.
دواړو خواوو په روسیه کې د میشتو افغانانو د ملاتړ او په سینټ پیټرزبورګ کې د افغان زده کونکو د ستونزو د حل په اړه هم نظرونه تبادله کړل.
افغان سفیر د کابل او مسکو ترمنځ د اقتصادي همکاریو پراختیا او د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا باندې ټینګار وکړ.
#افغانستان #روسیه #سینټ پیټرزبورګ #اقتصاد #سوداګري #ډیپلوماسي








