عراقچي: په خبرو اترو کې د پام وړ پرمختګ نشته
د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي اعلان وکړ چې د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو د دوامداره تبادلې سره سره، تر اوسه پورې په خبرو اترو کې هیڅ پام وړ پرمختګ نه دی شوی.
هغه ټینګار وکړ چې د خبرو اترو میز ته راستنیدل د ایران د خلکو د حقونو د ډاډمنولو، په لبنان کې د شخړو پای ته رسولو او د سیمه ایزو کړکیچونو کمولو پورې مشروط دي.
عراقچي خبرداری ورکړ چې که اسراییل په بیروت باندې خپل بریدونه دوام ورکړي، د ایران وسله وال ځواکونه چمتو دي چې پوځي عملیات بیا پیل کړي او په اسراییل کې په اهدافو برید وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر دا هم وویل چې د هیواد دفاعي او پوځي وړتیاوې د جګړې له پیل څخه مخکې په پرتله پیاوړې شوي او تهران چمتو دی چې د اوږدې مودې لپاره مقابلې ته دوام ورکړي.
هغه زیاته کړه چې د ایران سفیر به په لبنان کې کار ته دوام ورکړي او د هغه د ډیپلوماتیک دریځ پورې اړوند مسلې به د دواړو هیوادونو ترمنځ د قانوني چینلونو له لارې تعقیب شي.
#ایران #عراقچي #لبنان #اسرائیل #خبرې اترې #بیروت #بهرنۍ پالیسي








