د ایران د انقلاب ساتونکو ځواکونو د امریکا د پنځمې بیړۍ په مرکزي دفتر برید اعلان کړ
د اسلامي انقلاب ساتونکو قول اردو د عامه اړیکو څانګې اعلان وکړ چې د قشم ټاپو په جنوب کې د ایراني ټانکر او مخابراتي برج په وړاندې د امریکایي ځواکونو له بریدونو وروسته، د امریکا د پنځمې بیړۍ مرکزي دفتر او په سیمه کې یوه هوايي اډه او د هلیکوپټر اډه د توغندیو او ډرونونو لخوا په نښه شوه.
په بیان کې ویل شوي چې د هرمز تنګي ته نږدې یو ایراني ټانکر د هوایي برید لخوا په نښه شو او د هغې د انجن خونه زیانمنه شوه.
سپاه پاسداران انقلاب هم ټینګار وکړ چې د دې پیښې په ځواب کې یې په سیمه کې یوه امریکایي کښتۍ په نښه کړه او د قشم په جنوب کې د مخابراتي برج په بل برید وروسته یې د امریکا په پوځي پوستو نوي بریدونه وکړل.
بیان په ټینګار سره دوام ورکړ چې د هرمز تنګي د امنیت په وړاندې هر ډول اقدام به له ډیر سخت غبرګون سره مخ شي او بل اړخ به د هغې د پایلو مسؤلیت په غاړه ولري.








