د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر سید کریم هاشمي د ازبکستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې له مشر سره وکتل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه یې خبرې وکړې.
د غونډې په جریان کې، دواړو خواوو د ټرانزیټ او ګمرکي اسانتیاوو د ښه کولو، د سوداګرو د ستونزو د حل او د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګریزو تبادلو د حجم د زیاتوالي په اړه بحث او نظرونه تبادله کړل.
دواړو خواوو د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا او د دوه اړخیزو همکاریو د پراخولو لپاره د ګډو هڅو پر دوام ټینګار وکړ.
#افغانستان #ازبکستان #تجارت #پانګه اچونه #اقتصاد #ترانزیت








