افغانستان

عالمي بلخي: د افغانستان د شيعه علماوو د شورا منحلېدل حقيقت نه لري

د هېواد د شیعه علماوو شورا ویاند حجت الاسلام سید حسین عالمي بلخي وايي، د سرپرست حکومت له لوري د افغانستان د شیعه علماوو د شورا د منحل کېدو خبره سمه نه ده.

د سرپرست حکومت د استخباراتو له خوا د شیعه علماوو د شورا د منحلولو خبرونه په رسنیو او سایبر اسپیس کې خپاره شول چې د افغاني ټولنې په لویه برخه کې یې اندېښمنې او اندېښنې راپارولې دي.

له بلې خوا د افغانستان د شیعه علماو د شورا بل غړی حجت الاسلام رضوانی بامیانی هم وویل: د افغانستان د شیعه علماو د شورا مخالفین د دغه مذهبی او ولسی ارګان د کمزوری کولو لپاره دغه ډول افواهات جوړوی او خپروی یې او ځینې یې د… رسنۍ هم د دې مسلې له اصل څخه ناخبره دي او دا افواه یې بیا خپره کړې ده.

د يادونې وړ ده، چې يو شمېر متعصبې رسنۍ او خلک هڅه کوي، چې په غير مسوولانه خپرونو او د باور وړ خبرونو په خپرولو سره د افغانستان د دولت او خلکو ترمنځ درز رامنځته کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button