افغانستاننړۍ

چین افغانستان ته د ۴۱ ډوله کیمیاوي خامو موادو صادرات د ځانګړو جوازونو تابع کوي

چین اعلان کړی چې افغانستان ته د ۴۱ ډوله کیمیاوي خامو موادو صادرات به یوازې د ځانګړو جوازونو پر بنسټ دوام وکړي.

د چین حکومت وویل چې دا پریکړه د صادراتو کنټرول پیاوړي کولو او د مخدره توکو په تولید کې د دې موادو کارولو مخنیوي لپاره شوې ده.

د چین د اعلان له مخې، افغانستان، میانمار او لاوس د هغو هیوادونو له ډلې څخه دي چې د دې موادو صادرات پرته له جواز څخه منع دي.

په ورته وخت کې، چین متحده ایالاتو، کاناډا او مکسیکو ته د کیمیاوي خامو موادو د صادراتو د کنټرول لیست هم پراخ کړی دی، د هغو موادو شمیر چې د صادراتو جوازونو ته اړتیا لري له ۱۳ څخه ۱۶ ته لوړ کړی دی.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button