افغانستان
په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر د چین له ځانګړي استازي سره وکتل
په دوحه کې د افغانستان د اسلامي امارت سفیر محمد سهیل شاهین د افغانستان د چارو لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ او د هغه له ملګري پلاوي سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو، اوسني سیاسي وضعیت، سوداګرۍ او اقتصادي مسلو او افغانستان ته د چین د بشري مرستو په اړه بحث وکړ.
همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پراخولو او د تعاملاتو دوام ټینګار وشو.








