سیمه
د عراق پارلمان د علي فالح الزیدي حکومت ته د باور رایه ورکړه
د عراق د استازو جرګې د علي فالح الزیدي په مشرۍ د هیواد نوي حکومت او د هغه د وزارتي پروګرام ته د باور رایه ورکړه.
همدارنګه، د پارلمان غړو فواد حسین د رایو په اکثریت سره د هیواد د نوي بهرنیو چارو وزیر په توګه تایید کړ.
علي فالح الزیدي د لوړې له کولو وروسته په رسمي ډول د عراق د لومړي وزیر په توګه دنده پیل کړه.
د راپورونو له مخې، د الزیدي په کابینې کې تر اوسه پورې ۱۴ وزیرانو د باور رایه ترلاسه کړې، او د کابینې د ۲۳ څوکیو د ډکولو لپاره مشورې روانې دي.
الزیدي، چې پخوا د جنوب د اسلامي بانک مشري کوله، د عراق په تاریخ کې د ۴۰ کلنۍ په عمر کې تر ټولو ځوان لومړی وزیر ګڼل کیږي.
هغه ویلي دي چې هغه به هڅه وکړي چې عراق په سیمه ایزه او نړیواله کچه متوازن هیواد کړي.
د خبرونو اړوند ویډیو د لاندې لینک څخه وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/32105?single








