افغانستان
په کونړ کې د نفرایټ کانونو تخنیکي ارزونه ترسره شوه
د کانونو او پټرولیم وزارت تخنیکي ټیم په کونړ ولایت کې د نفرایټ کانونو جامع ارزونه ترسره کړه.
د دې ارزونې موخه د استخراج حالت، د ډبرو کیفیت، د کار کولو طریقې، او د خوندیتوب او چاپیریال ساتنې اصولو سره د مطابقت کچه معاینه کول دي.
د اوسنیو فعالیتونو بیاکتنې پرمهال، پلاوي د کانونو شرکتونو او چارواکو ته د معیاري استخراج ښه کولو، د کار خوندیتوب ډاډمن کولو او طبیعي سرچینو ساتلو لپاره سپارښتنې وړاندې کړې.
د چارواکو په وینا، دا اقدام د کانونو فعالیتونو ښه تنظیم کولو، شفافیت زیاتولو او د هیواد په اقتصادي وده کې د دې سکتور رول پیاوړي کولو په هدف اخیستل شوی.
په دې پروسه کې، د خاص کونړ ولسوالۍ د C او D بلاکونه، د کوز چانچان سیمې، د سپینکي ولسوالۍ د E بلاک، دره ادارو تنګي، او د چانچاناو سیمه له نږدې وڅیړل شوه.







