سیمهنړۍ

لاوروف: د ایران پر وړاندې جګړې د خزر سمندرګي حوزه اغیزمنه کړې ده

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د خپل قزاق سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې د ایران پر وړاندې د متحده ایالاتو او اسراییلي رژیم عملیاتو د خزر سمندرګي حوزه په جدي توګه اغیزمنه کړې ده.

هغه دا هم ټینګار وکړ چې د اوکراین د کړکیچ د اصلي لاملونو له منځه وړلو پرته، د دوامداره او اوږدمهاله حل ترلاسه کول به ممکن نه وي.

لاوروف زیاته کړه چې مسکو د متحده ایالاتو سره د شوي تفاهم پر بنسټ د اوکراین د شخړې د حل لپاره د خبرو اترو بیا پیلولو ته لیواله دی.

هغه هیله څرګنده کړه چې په الاسکا کې شوي تړونونه به پلي شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د لبنان وضعیت او همدارنګه د فلسطیني دولت د جوړولو مسلې ته د پاملرنې اړتیا باندې نور هم ټینګار وکړ.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button