سیمهنړۍ

په جنوبي لبنان کې د اسرائیلو د هوايي او توپچي بریدونو دوام

لبناني سرچینو په جنوبي لبنان کې د اسرائیلي جنګي الوتکو د هوايي بریدونو او توپچي بریدونو د دوام خبر ورکړی؛ د دغو سرچینو په وینا، د «وادي زبقین» سیمې شاوخوا د هوايي بریدونو هدف ګرځېدلی دی.

سرچینو همداراز راپور ورکړی چې اسرائیلي جنګي الوتکې د جنوبي لبنان پر سیمو په ټیټه ارتفاع الوتنې کړې دي او هممهاله په دغو سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

د دغو راپورونو پر بنسټ، د «النبطیه الفوقا» ښارګوټي شاوخوا د «الدیر» سیمه هم د هوايي برید هدف ګرځېدلې ده.

د خبر اړوند ویډیو له لاندې لینک څخه وګورئ.

https://t.me/SafirTelevision1/36303

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button