د برتانیا د اصلاح ګوند مشر ناګل فراج او د ګوند ویاند ضیا یوسف پرون په یوه خبري کنفرانس کې اعلان وکړ چې افغانستان ته د افغان کډوالو په راستنیدو کې کومه ستونزه نشته.
دوی د مثال په توګه جرمني ته اشاره وکړه، چې هره اونۍ د قطر له لارې کډوال افغانستان ته راستنوي.
د برتانیا د اصلاح ګوند مشر او ویاند ټینګار وکړ چې اوسنی افغان حکومت هم د دغو کډوالو د راستنیدو سره کومه ستونزه نلري.








