سیمهنړۍ

د بخښنې نړیوال سازمان: د اسراییلو سره د پوځي همکارۍ دوام د نړیوال قانون په سرغړونو کې شریک دی

د بخښنې نړیوال سازمان یوه جګپوړي چارواکي د اسراییلو سره د پوځي همکارۍ د سمدستي لغوه کولو غوښتنه کړې، او خبرداری یې ورکړی چې د داسې همکارۍ دوام کولی شي د نړیوال قانون په سرغړونو کې دخیل وي.

ایریکا ګویرا روزاس وویل چې اسراییل په غزه او لویدیځه غاړه کې د “سیستماتیک سرغړونو” په کولو سره د نړیوال قانون سغړونه کوي.

هغې زیاته کړه چې د اسراییلو سره د پوځي همکارۍ دوام په “نړیوالو جرمونو” کې د ښکیلتیا خطر زیاتوي او هیوادونه باید د دې رجحان د مخنیوي لپاره عملي او پرېکنده ګامونه پورته کړي.

د بخښنې نړیوال سازمان چارواکي د ایټالیا پر حکومت هم غږ وکړ چې د اروپايي اتحادیې او اسراییلو د همکارۍ تړون د ځنډولو ملاتړ وکړي، دا هغه اقدام دی چې د یو ملیون څخه زیاتو اروپایي اتباعو لخوا یې غوښتنه شوې ده.

هغې ټینګار وکړ چې یوازې د اندیښنې څرګندول کافي ندي او هیوادونه باید د بشري حقونو د سرغړونو د پای ته رسولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button