د هلمند والي امانالدین منصور، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي له مرستیال برونو لیمارکي او ورسره مل پلاوي سره د دغه ولایت د امنیت، اقتصادي پراختیا، روغتیايي خدمتونو، کرنې او بشري اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.
په دې ناسته کې د کوکنارو د کښت د مخنیوي لپاره بزګرانو ته د بدیل او دوامدار معیشت برابرول، د پراختیايي پروژو د بودجې برابرول، د روغتیايي خدمتونو پراخول او د کرنیزو او صنعتي محصولاتو، په ځانګړي ډول پنبه، بازارموندنه د بحث مهم موضوعات وو.
د یوناما مرستیال د کوکنارو د تولید د مخنیوي او بزګرانو ته د قانوني او دوامدارو بدیلو لارو د برابرولو لپاره د هڅو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل، د خلکو د اقتصادي وضعیت د ښه کېدو لپاره باید د اړوندو ادارو ترمنځ همکاري زیاته شي.
دواړو لورو همداراز د پراختیايي پروژو د پلي کېدو، د خلکو د معیشت د ښه کېدو او د هلمند د محصولاتو لپاره د بهرنیو بازارونو د موندلو په موخه د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.








