افغانستانویډیويي راپور
په تېر کال کې د بلخي په ابو علي سینا روغتون کې له ۳۵۰۰۰ څخه ډېر جراحي عملیات ترسره شوي دي
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست چارواکو اعلان وکړ چې په تېر کال کې د بلخي په ابو علي سینا روغتون کې له ۳۵۰۰۰ څخه ډېر کوچني او لوی جراحي عملیات ترسره شوي دي.
د بلخ ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند وویل چې په دې موده کې له ۴۳۲۰۰۰ څخه ډېرو ناروغانو روغتون ته مراجعه کړې او روغتیايي خدمات یې ترلاسه کړي دي.
د هغه په وینا، نږدې ۸۵۰۰۰ ناروغان د دې روغتیايي مرکز په مختلفو څانګو کې بستر شوي دي، او لسګونه زره نور بریالي جراحي عملیاتونه ترسره کړي دي.







