په ننګرهار ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د تورخم سرحدي بندر د شاوخوا یوې میاشتې تړلو وروسته د پنجشنبې په ورځ (د وري۶ مه) د افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شو.
دا لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله تړل شوې وه.
چارواکو ټینګار وکړ چې په دې ورځ به د تورخم دروازه یوازې د کډوالو د تګ راتګ لپاره خلاصه وي، او د نورو موټرو او توکو تګ راتګ محدود وي.








