افغانستانسیمه

د تورخم دروازه شاوخوا یوه میاشت وروسته د افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شوه

په ننګرهار ولایت کې د اسلامي امارت سیمه ییزو چارواکو اعلان وکړ چې د تورخم سرحدي بندر د شاوخوا یوې میاشتې تړلو وروسته د پنجشنبې په ورځ (د وري۶ مه) د افغان کډوالو پر مخ پرانیستل شو.

دا لاره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو له امله تړل شوې وه.

چارواکو ټینګار وکړ چې په دې ورځ به د تورخم دروازه یوازې د کډوالو د تګ راتګ لپاره خلاصه وي، او د نورو موټرو او توکو تګ راتګ محدود وي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button