اخوندزاده د تاشکند د اوبو اونۍ په غونډه کې د اوبو عادلانه ویش او ډیپلوماسۍ تایید کړه
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت وايي چې د اوبو وزارت مرستیال په ازبکستان کې د “اوبو اونۍ” په وزارتي فورم کې ګډون وکړ او د اوبو عادلانه ویش، د اوبو ډیپلوماسۍ پیاوړتیا او د اوبو سرچینو مدیریت کې د سیمه ایزې همکارۍ پراخولو باندې ټینګار وکړ.
د افغانستان د انرژۍ او اوبو وزارت د پنجشنبې په ورځ (۲۶ د عقرب ۱۴۰۵) په خپل مخ کې ولیکل چې د اوبو وزارت مرستیال مجیب الرحمن عمر اخوندزاده د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د “اوبو اونۍ” په نوم مهم وزارتي فورم کې ګډون وکړ او د افغانستان په استازیتوب یې وینا وکړه.
د سرچینې په وینا، اخوندزاده په خپله وینا کې د افغانستان او منځنۍ آسیا هیوادونو ترمنځ د اوبو عادلانه ویش، د اوبو ډیپلوماسۍ پیاوړتیا، د اوبو مدیریت کې د نویو ټیکنالوژیو کارول، او د اقلیم د بدلون د پایلو سره د مقابلې لپاره د ګډې همکارۍ اړتیا باندې ټینګار وکړ.
هغه د آمو سیند د ساحل د ویجاړیدو د مخنیوي په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل چې اسلامي امارت د اوبو د مدیریت په برخه کې د ګاونډیو هیوادونو حقونو ته ژمن دی.
د انرژۍ او اوبو وزارت زیاته کړه چې په دې غونډه کې د افغانستان ګډون د سیمه ایزو او نړیوالو اوبو سکتور په بحثونو کې د هیواد د شتون د پیاوړتیا په لور یو مهم ګام ګڼل کیږي؛ یو داسې اقدام چې کولی شي د افغانستان او د سیمې هیوادونو ترمنځ د ګډې همکارۍ د نوي فصل لپاره لاره هواره کړي.








