سیمه
د ایران د توغندیو نوي انځورونه چې په مستقیم ډول د تل ابیب په څو سیمو لګیدلي او پراخ زیان یې اړولی
اسرایلي رسنیو د ایران د توغندیو نوي انځورونه خپاره کړل چې په تل ابیب کې په څو ځایونو لګیدلي، چې په ښاري سیمو کې درنې چاودنې او اورونه ښیې.
د تل ابیب د پولیسو مشر اعلان وکړ چې د ایران توغندیو ښار ته پراخ زیان اړولی او د بمونو ټوټې ودانیو او زیربناوو ته جدي زیان رسولی دی.
د اسراییلو چینل ۱۲ هم راپور ورکړی چې لږترلږه درې ودانۍ په بشپړه توګه ویجاړې شوې او امنیتي ځواکونه په اغیزمنو سیمو کې په پراخه کچه ځای پر ځای شوي دي.
دا بریدونه د نیول شویو سیمو په وړاندې د ایران د توغندیو د عملیاتو د نوي څپې برخه ده چې د پام وړ زیان یې اړولی دی.
د لاندې لینک څخه د خبرونو پورې اړوند ویډیو وګورئ
https://t.me/SafirTelevision1/30305







