افغانستان

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو په ننګرهار کې ۶۰ راستنېدونکو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وکړه

په داسې حال کې چې د پاکستان د پوځي رژیم د یرغل په وړاندې خپل مرکزونه ګرم ساتلي وو، د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ځواکونو نن، یکشنبه (۲۴ کب ۱۴۰۴) په ننګرهار ولایت کې ۶۰ نوي راستنېدونکو او اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو مرسته وکړه.

په دې مرسته کې اړین خوراکي توکي شامل وو او د ګاونډیو هیوادونو څخه راستنېدونکو کورنیو سره د مرستې او د دوی د ژوند د ستونزو د کمولو لپاره وویشل شول.

د اسلامي امارت دفاعي ځواکونو تر دې وړاندې هم څو ځله اړمنو او راستنېدونکو کورنیو ته د خوراکي توکو، نغدو پیسو او غیر نغدو پیسو مرستې کړې دي، او د مرستې دا لړۍ دوام لري.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button