د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) اعلان وکړ چې په افغانستان کې یې د سرطان روغتیايي مرکزونو ته ۲۵ میټریک ټنه اړین درمل او طبي تجهیزات لیږلي دي.
دا مرستې د ملي سرطان روغتون او په کابل کې د علي آباد روغتون د سرطان وارډ، او همدارنګه په بلخ، ننګرهار او هرات ولایتونو کې د سرطان درملنې دریو سیمه ایزو مرکزونو ته ځانګړې شوې دي.
دا توکي د اروپایي اتحادیې لخوا تمویل کیږي او په راتلونکو شپږو میاشتو کې به د ۱۳۰۰۰ څخه زیاتو سرطان ناروغانو درملنه ممکنه کړي.
دا مرسته په داسې وخت کې کیږي چې د افغانستان روغتیا سیسټم د سرطان درملنې لپاره د ځانګړو تجهیزاتو او درملو له سخت کمښت سره مخ دی، او دا اقدام د سرطان ناروغانو د ملاتړ لپاره یو مهم ګام ګڼل کیږي.








