د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیشنر وولکر ترک له کابل او اسلام آباد څخه وغوښتل چې سمدلاسه پوځي نښتې ودروي او زیانمنو شویو ملکي وګړو ته د فوري مرستې رسولو لپاره لاره هواره کړي.
هغه د نړیوالو بشري حقونو او بشري قوانینو د احتمالي سرغړونو په اړه د خپلواکې او هر اړخیزې پلټنې غوښتنه هم وکړه.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر ویاند جیریمي لارنس ټینګار وکړ چې د انتقام او تاوتریخوالي دوره به یوازې د عامو خلکو کړاوونه ژور کړي او له دواړو هیوادونو یې وغوښتل چې تاوتریخوالی کم کړي او د همکارۍ او خبرو اترو له لارې امنیتي ستونزې حل کړي.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت مخکې اعلان کړی و چې “د ظلم ردولو عملیات” به د پاکستاني یرغل تر بشپړ پای ته رسیدو پورې دوام وکړي.








