د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریس، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي او نظامي شخړو د زیاتوالي په اړه ژوره اندیښنه څرګنده کړه، او د شخړې له ښکیلو خواوو یې وغوښتل چې خپل اختلافات د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند سټیفن دوجاریک، له خبریالانو سره په یوه مرکه کې ټینګار وکړ چې ګوتریس وروستي پرمختګونه په اندیښنه سره تعقیبوي او له دواړو هیوادونو څخه یې غوښتنه کړې چې د نړیوال قانون له مخې خپلو مکلفیتونو ته غاړه کیږدي او د ملکي وګړو د ژوند خوندیتوب ته لومړیتوب ورکړي.
د ملګرو ملتونو دا دریځ په داسې وخت کې راځي چې په دې وروستیو ورځو کې سرحدي تاوتریخوالی خپل اوج ته رسیدلی، په شمول د افغانستان په خاوره کې د پاکستان هوايي بریدونه او د اسلامي امارت ځواکونو لخوا متقابل عملیات.
د ملګرو ملتونو عمومي منشي مخکې د زغم، د تاوتریخوالي کمولو او د خبرو اترو لارې ته د راستنیدو اړتیا باندې ټینګار کړی و.








