مجاهد: د ډیورنډ کرښې هاخوا د داعش د ځالو په اړه د اسلامي امارت څرګندونې عملي شوې دي
د فرضي ډیورنډ کرښې هاخوا سیمو کې د داعش د یو لوړ پوړي غړي د نیول کیدو په غبرګون کې، د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد اعلان وکړ چې د پاکستان په خاوره کې د دې ډلې د ځالو او مرکزونو د شتون په اړه د اسلامي امارت پخوانۍ څرګندونې نن عملي شوې دي.
مجاهد په یوه غږیز ټیپ کې وویل چې “موږ دا موضوع په څرګنده توګه خپره کړه او رسنیو ته یې په مطبوعاتي کنفرانسونو کې یادونه وکړه؛ دا هماغه څرګندونې وې چې نن یې پایلې موږ ګورو.”
د اسلامي امارت ویاند ټینګار وکړ چې د ډیورنډ کرښې هاخوا د داعش د مهمو شخصیتونو نیول د افغانستان ادعا ثابتوي چې د دې ډلې مهم مرکزونه او مشران هلته شتون لري.
هغه په خواشینۍ سره زیاته کړه چې د دې اشخاصو شتون ناوړه ګټه پورته شوې او دا موضوع د اسلامي امارت لخوا څو ځله راپورته شوې ده.
دا څرګندونې د ترکي رسنیو د هغه راپور وروسته وشوې چې پکې ویل شوي وو چې محمد ګورین، یو ترکی تبعه او د داعش د خراسان څانګې لوړ پوړی غړی، د ترکیې د ملي استخباراتو سازمان (MIT) لخوا د افغانستان او پاکستان په سرحدي سیمو کې نیول شوی دی.








