افغانستان

د ترانسپورت وزارت خبرداری ورکوي: سبا د افغانستان په ۱۴ ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو امکان شته

د افغانستان اسلامي امارت د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت اعلان وکړ چې سبا، دوشنبه (۲۴ د لیندۍ ۱۴۰۴) د هیواد په څو ولایتونو کې د باران او واورې ورېدو امکان شته.

د وزارت د وړاندوینې له مخې، د بدخشان، تخار، بغلان، سمنګان، بلخ، دایکندي، ارزګان، زابل، کندهار، سرپل، جوزجان، فاریاب، غور او بادغیس ولایتونه به د دې هوا پدیدې شاهد وي.

تمه کیږي چې په مختلفو ځایونو کې د باران اندازه د ۱۰ څخه تر ۲۰ ملی مترو پورې او د واورې اندازه د ۱۰ څخه تر ۳۰ سانتي مترو پورې وي.

د ترانسپورت وزارت له ښاریانو، موټر چلوونکو او مسافرو څخه وغوښتل چې اړین احتیاطي تدابیر ونیسي او په غرنیو لارو کې له غیر ضروري سفرونو ډډه وکړي.

اړونده مقالې

نظرونه اضافه کړئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button